IQNA

په قرآن کې له صهونزم سره د جنګ تحلیل/ 3

 د  مذاکراتو په ځای ولې د جنګ ستاینه شوې؟

14:50 - March 12, 2026
د خبر لمبر: 3492554
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کې د مذاکراتو او جنګ دوې لارې وې اوعامو خلکو خبرواترو ته ترجیح ورکوله او خو د هیواد برخلیک ولې په جنګ سره ستاینه اوقدرونه وشوه؟

په روایتونو کې راغلي دي،چې قرآن کریم ؛ یجری مجری الشمس ؛ دی ، یعني قرآن د لمر په څیر  هره ورځ طلوع کوي . د نن سبا د شرائطو  په تحلیل کې  د قرآن کریم په آیتونو کې یوه ترټولو نزدې موضوع د  احزاب جنګ دی چې  د بدر په غزا سره پیل  شو. کله د مسلمانانو لښکر حرکت وکړ، نو په مقابل کې ئې  دوه  کاروانونه وو؛ یو د قریشو تجارتي کاروان او بل هم وسلوال لښکر. د قرآن کریم د فرمان په اساس چې فرمائي ؛  وَ إِذْ يَعِدُكُمُ اللهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّها لَكُمْ وَ تَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ»

(انفال: 7).

د مسلمانانو شمیر د کفارو  په درو کې یوه برخه شمیر درلود او څه خاص پوځي تجهیزات ئې هم نه درلودل، طبیعتا مسلمانانو غوښتل  چې  تجارتي کاروان د هغوي په برخه شي، خو خداوند اراده کړې وه چې  د دښمن د لښکر په مقابل کې  شي څو حق پخپلو دستوراتو سره پياوړی او د کافرانو ریښه غوڅه کړي.؛؛ وَ يُريدُ اللهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِماتِهِ وَ يَقْطَعَ دابِرَ الْكافِرينَ؛؛

(انفال: 7).

د ی؛ُ ریدُالله ؛ تعبیر یعنی د هغوی لپاره الهی تدبیر ؤ څو کار په یوهیړ  ترسره شي او ددښمن ریښې  وچه شي؛  وَ يَقْطَعَ دابِرَ الْكافِرينَ؛::

په اوسنیو شرائطو کې  د ایران ټولنه هم د جنګ او خبرواترو له دوو لارو سره مخ وه؛ د  مذاکراتو لاره د عقلانیت په خاطر او  د جنګ منفی نتیجې د ایران او سیمې لپاره مشخصې وې، خو د خداوندمتعال تقدیر  دا ؤ چې  د عقل په اپوټه  د مذاکراتو میز پر مهال دوکه وکړي او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ، د ایران د لوړپوړو قوماندانانو او د ښځو او ماشومانو د شهیدولو  اقدام  وکړي. په داسې حال کې چې  الهي سنت دا دی چې  عزت او سیادت  د ایماندارو ترشاه وي او  د دښمنانو  او ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم  درست پوځي تجهیزات او وسلې نابودې شي.

https://iqna.ir/en/news/3496688

captcha